Home

ګرانو لوستونکو او د ارواښاد ملنگ جان د خوږو او د وطن پالني  له غورزنگ  نه  ډکو شعرونو او بدلو  مینه والو!

له کوچني والي څخه ما د ملنگ جان شعرونه د سیمه ایزو سندرغاوړ د موسیقۍ په مجلسونو کې چې په ودو او نورو د خوښیو په ویاړ د ګران ټاتوبي د ختیځ ولایاتونو(مشرقي) لکه لغمان، ننګرهاراو کنړونو په ولایاتو کی اوریدلی.

زما یو تره چې د اوس هم د لغمان ولایت د علینگار په ولسوالی کې ژوند کوي د ملنگ جان په شعرونو مین دی او په هره موقع او پلمه هرومرو د ارواښاد ملنگ جان د ښکلیو شعرونو له مجموعي نه یو شعر زم زمه کوي او د حاضیرینو خاطر خوشحاله وي.

 

ما هم په خپل وار دلته د ارواښاد څو شعرونه غوره کړي او دادی ستاسو حضور ته ئی وړاندي کوم. 

 

 

                   څه ملامت دي

 

مشران چې گوندیمار شي نو کشران څه ملامـــــت دي

سپین ږیري  چې نا اهل شي  هلکان څه ملامـــــــت  دي

د پوهــــــــوعالمـــــــانوپه منځوکــــــې چــــــــې نفاق وي

ناپوهه بېســــــــــــــــــــواده شودهگان څــــــــه لامــت دي

چـــی زړه د ناصـــــحانــــــو وي ډك شوی لــــه  حســد نه

ویناکــــــــې تاثـــیر نه وی  ســامعـان څـــــه مـــلامت دي

کوښښ چــې یوپښتون  دبل  پښتون د بـــــــــــــري نه کا

په  دې کار کـــــــې پردي او گـــاونډیان  څه ملامت دي

بیناخلــــــــك چـــې مـــــــخ شــي د  نفـــاق   په گـــړنگونو

گیله وکړم لـــــــه چا نه حافظـــــــان څــــه  مـــلامـــــت  دي

ریښتني  پښتانه لـــــــــــوی  خـــــادمــان اوسلیــم زړونه

دا ټول  چـې یو شــــــــان  نه وي  مـــلنگان څه ملامت دي

ریښتیا وینا دې وکړه خدای دې خیر کړي ملنگ جانه

که هـــر څه درته پیښ شوو ستـــا یاران څه ملامت دي ؟

                        ******

 

         تو لعنت په هغه چا شه

 

تو لعنت په هغه چـــــــا شه چې په قام ســــــوداګـــــــري کا

د پنځـوپیســــــــودپاره د اغیــــــــــــــــارو نوکــــــــــــري کا

بله  نشته هســــــــــــي لــــــــویه مرتبه لـــــــــــــــــه  آزادۍ نه

چې مې واك د بل په لاس وي په دې  څه که افســــري کا

خدایه هسی زوی لوی نه کړې د پښنتون په کورنۍ کې

چې له ننگـــــــه بــــې خبر وي او دښمـن  پــــرې  باداري کا

هغه سر به بختور وي چــې د قام مخکـــــــې شي خاورې

ځکه کام یې پس له مـــــــــــــرگه په مزار جمــــــع اوري کا

قربانیږه ملنګ جانه د هغـــــو خلکـــــــــــــــــــــو له زړونه

چې د قام له مینې ډک وي د هیواد خپل غمخوري کا

                        *********

پیل ته

 

 

  چی بې ننگ او بې پښتو وي

 

چې بې ننګ او بې پښتو وي پښتون نه  دی

چې د  قوم  په  شرمیدو  وي  پښتون  نه  دی

پښتون  هغه دی چې غم د تمام قـــوم  خوري

چې  د ځان په جګیدو  وي   پښــتون نه  دی

د  پښتون  نظر  مـــــــدام په ننګ  و نام     وي

چې  نظریې  په  پیسو  وي  پښتــــون نه  دی

پښتون   هرکـــــله  طالب   د خپل شرف    دی

چې طالب د سپینو سرو وي پښتون نه دی

پښتون  تل په خپله   ژبه ټینــــګ   ولاړ  وي

چې په دروغ یې گفتگو وي پښتون نه دی

پښتون   نشـــــــي باداري دچـــــــامنـــــلـــــی

چې اختیار یــې د پردو وي پښتون نه دی

په نصیب د ملنګ جان دغه مســرې شوې

چې خپه په دې مســـرو وي پښتون نه دی

            ******

 

هغه څوك چې وي پښتون ....

 

هغه   څوك   چې   وي   پښتون دورنگــــي نه کا

حقیقـــــــت دی  باز د زاغ  همــــــــــــــــرنگي نه  کا

کـــــه اوبو په ځای شوده، د غوښې کوچ خوري

خسکي   چرگ   به   ځان   چرگ   کولنگی  نه کا

چې د ننگ تی یې رودلـــــی وي لـــه مـــــــــوره

هغه زوی به هیڅ کــــــــله بــــــــــې ننگــــي نه کا

کـــــــــــــه په سریې درڼـــــوتــــــــــورو باران وي

هغه زړه  چې  دپښتون  وي  تنگــــــــــــــي نه کا

ملنگ جان د آزادۍ د لار مــــــــــــلنـــــــگ دی

دریالــــــــــــــــــه پاره هیڅ مـــــــــــــــلنگــي نه کا

            **********

پیل ته

 

         وطن جوړوو

 

موږ پښتانه یو ســــــــــــازو باز د خپل وطن جوړو

کلي په کلي کور په کور ښکلــــــــــی گلشن جوړو

 

دغه وطن موږ ته د پلار نیکــــــه میراث پاتې دی

سرونه خپل پرې  ورکــــــوو  تری نه  چمن  جوړوو

 

دغه وطن زمونږ او ستاســـــي معشوقه ده وروڼو

راځی چـــــی خپله معشوقه  ښه  په فیشن  جوړوو

 

موږ یو زلمیــــــــــــــان د پښتنو دا اتفاق دی زموږ

خپل د وطن په نام و ننګ خاورې خپل تن جوړوو

 

هغه دښمن چې کـــــوږ نظر کــــــــوي زموږ هیواد ته

ټوټې ټوټې زرې زرې هغه دښمــــــــــــــــــــــن جوړوو

 

زه ملنګ جان که قربانـــــــــــــي شومه په لار د وطن

یمه خوشحال ځان ته د سرو زرو کفـــــن جــــــوړوو

            **********

 

         ملنګ شم

 

زه چې راخلــمه کچکول او ستـــــــا ملنګ شم

نو هغه ساعت به تیر تـــــــــــــــــر نام و ننګ  شم

نام و ننګ به وي هـغــــــــــــــــــه ځای را نه  پاتې

په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنیا را پوري خـــــــــــــــــــــــــاندي

ماشــــــــــوم نه یم چې نور و خاندې زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستـــــــــی شمه په اور کې

فخر کـــــــــــــــــــــاندم که زه یاد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپین رخسار دی کــــــــــړی

وا به نه وړم که په وینو کــــــــې رنګ رنګ شم

په شا تلــــل د مــــــــیړنیــــــــو بد نامـــــــــــــي ده

اوس به زه ملنګ جان څرنګه په څنګ شــــــــم

             **********

پیل ته

 

         نه پوهیږم

 

نه    پوهیږم چـــــــــــې زه یار یم که اغیار یم

په   عالـــــــم کې لیونی یم که هوښیار یـــــم

که هزار د صــــــداقت   بنیاد  قایم کــــــــــړم

په  میـــــدان د نمایش کــــــې خیانتکار  یم

نه  د چاځنـــــــــې څه  غواړم  نه  څه  وایــــــم

پر   ناحق د یو او بــــل  زیر   فشــــار یـــــــــم

که څوك ما نیسي په رسم او په رواج کې

زه   له   عشق ه  هومره   کله  لا   وزګار یـــــم

خدای   د مینې په   ریاست  کې  ملازم کړم

کار  تقدیر  کړي   نو   زه څله   گنهگار   یم

د  تقدیر  په  رسۍ  بند  زه  ملنګ جان  یم

نه   مجنون، نه لیونی  او نه   باد ساریــــم

            **********

 

         یار ګرم نه دی

 

ما په    خپله ځان سیزلی یار ګــــــــــرم  نه  دی

په خپل لاس مې زړه بایللی یار ګــــــرم نه دی

ما چې زړه په خپل لاس ورکړ خپل حبیب ته

که  یې ساتلی که یې داغلی یار ګرم   نه   دی

د  عاشق   زړ  ه   د معشوق   د لاس  مڼــــــه ده

که   یې   بوی کړي که   خولې یار ګرم   نه   دی

هر   عاشق   د   معشوقـــــــــــــــود در غلام وي

که   یې  شړلی  که  یې  بللی یار ګـــــرم نه  دی

لکه   مار    هسي   په ما یې ګوزار وکـــــــــــړ

ما   په   خپله    مار ساتلی   یار ګرم     نه   دی

یار ګرم   نه   دی یار ګرم   نه دی ملنګ   جانه

چې تا نه و  ً پیژندلـــــی یار ګـــــــــــرم   نه  دی

            **********

پیل ته

 

         ما ژړل

 

ته د ناز په خوب ویـــــــــــده وې مـــــــــا ژړل

ته بې غـــــــــــمه آســـــــــــــــــــوده وې ما ژړل

ستا د مخ او د سپـــــــــــوږمۍ مقابــــله وه

ته په مخ ترې آزمـــــــــــــــوده وې مــــــا ژړل

ستا د زلفــــــو خوشبویي جور لیونی کړم

ته په عطــــــرو کې لمــــــــــــــده وې ما ژړل

ما درخواست د یوې خولــــــې درځنې وکړ

را ته ښــــــــــــــــکاري آزرده وې مــــــــا ژړل

وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو

ته په ناز کـــــــــــــــــــې پرورده وې مــــا ژړل

دا زمــــا ملنګ جان برخـــــــــــــه کړیدل دي

ته لــــــــــه نازه پــــــــــــــرخنده وې مـــــــا ژړل

            **********

پیل ته

 

         ورځ می شوه

 

ورځ مې شوه په انتظـــــــار شپه په ســــــــودا

ورځ کــــې هغه ژړوی مــــــــې شپه کــــــــې دا

لـــــــږ خو وخت د کــــــــرارۍ زما معلوم کړه

دا خـــــــــو نه کیږي چې تل تـــــــــــــــر تل ژړا

ستا په خوښه کــــــه  ژړیـــــــږم باري خیر دی

مګـــــــــر نه د رقیبـــــانو په ســـــــــــــــــــــــــــلا

ستا په در کې چي غماز تور مخ ښکاره شي

لـــــکه څوک چې په مسجــــــــــد ویني تر سا

ستا په سر باندې ما کور او کلــی پریښود

د مجنون په شاني ګــــرځم په صحــــــــــــــــرا

ستا په سر باندې ما ټول اقربـــــــا پریښول

یه کـــــــــــــم بختــــــــــــه ماوره  ته د اقــــــربا

یاره زه ملنګ جان ستا مینې احتیاج کړم

گڼه ما کله احتیاج کاوه د چــــــــــــــــــــــــــــا

            **********

 

         که په حال زما

 

کــــــــــه په حـــــــال زما خبر تمام جهان شي

ټول عالـــــــم به په فریاد او په سوران شي

لــــکه زه چې داسی زیړ زبیښلـــــی ګرځم

هر بشر به داسې زیړ لــــــــکه زعفران شي

زه رټلـــــــی معشــــــوقو یم نه رغـــــــــــیږم

کــــــــــه عالم را ته د څیرمې حکمیان شي

کـــــــه څوك ما منع کـــــــــوي د یار له دره

د ماهي په وچې څـــــــــه رنګه ګذران شي

تسلــــــــــــــــی زما د سوي زړګـــــــــي داده

یو ځل کـــــله به ښکاره د یار چشمان شي

د یار مخ ته منتـــــــــــــظر زه ملنګ جان یم

چی زما د خوږ زړګـــــــي بورې درمان شي

            **********

 

پیل ته

 

         زړه مې غواړي

 

زړه مې غــــــــــواړي د گلــــــــونو په گلشن کې

لاس دې نه وي د اغــــــــــیار د یار لمــــــــــن کې

په ســــــــرو وینو مې د پلار سره سره گلـــــــونه

رژل کیــــــــږي نن په پښـــــــــــــــو د زاغ زغنکې

دا اثر  د بې  ننگـــــــــــــــــۍ نه دی  نـــــــو څه دی

چې کوروال کې شي پردي د پلار مسکن کې

چې ښــــکاره یې درته ووایم پښتـــــــــــــــــــونه

له دې ژونده پیچیده ښه یې په کفن کـــــــــــې

تاسي راشیئ ما قانع کـــــــــــــــړئ منصفانو !

کـــه خلاف د ملنګ جان  وي په سخن کــــــې

            **********

 

         ځوانې ښځې  ....

 

ځوانې ښځې ته چــــــــــــــې ونه وایې ترور

هغه دم به دې بـــرباد کـــــــړي پلار او مور

هر سبا به دروازه کـــــــــــې درته ناست وي

چې وانه خلــــــــې نادیده ســــــــــړي نه پور

بې گناه وهل به خوري آزار به یې ستاوي

که دې ورکړه په بدل کې لــــور او خــــــور

کیناستی د هغو وکــــــــړه  ملنگ جانه

چې دې سم وي په کنډ ه  ورســــــــره زور

            **********

 

پیل ته

 

         څه غواړم؟

 

زه    په   دنیا  کې   د دنیا  نه   عدالت   غواړمه

زوی د انسان یم په ریښتیا انسانیت غواړمه

 

د خدای د پاره وکړیً غور مسلمان پښتون یم

                                              کلک با ایمان پښتون یم

 

دا گناه نه ده چې خپل ملک او شریعت غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

د بل   بارونه  په   دنیا  کې  خو   ډنګر   چلوي

                                                            نه چې بشر چلوی

 

زه څاروی نه یم پردو پیټو نه  نفرت  غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

ځمکه د خدای ده په کې برخه  هر  یو قام   لري

                                               هر څوک خپل سام  لري

 

له ما یې بل څوک ولې واخلي حقیقت غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

 

همت  لرم   بې همت  نه  یم  خو  نزاع  نه   غواړم

                                          شور   په   دنیا   نه   غواړم

 

جګړه   نه  غواړم  په  دنیا  کې امنیت    غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

 

زلمیانو  واوریً  فریادونه د دردمن ملنګ جان

                                                          د لوغړن ملنګ جان

 

پښتنو   تاسو   نه   یوالی او   وحدت    غواړمه

زوی د انسان  یم په ریښتیا انسانیت   غواړمه

            **********

 

پیل ته

 

نوی موسم نوی بهار دی

 

نوی    موسم  نوی  بهار   دی

سینې  می  وسپړل    گلونه

را نه   جدا د   مینې  یار   دی

ځکه  مې ځي په مخ رودونه

 

دا لباسي  زلمي  به  څه   کړم

چې ډول  یې غیرت یې نه وي

خپل پیغلتوب  به پرې ورنه کړم

چې ډول یې وي غیرت یې نه وي

تن  مې هغه  زلمي  نه  ځار  دی

چې  کړي  وطن  ته  خدمتونه

کږې شملې دي ډیرې ډیرې

په چا مې سترگې نه خوږیږي

زما  د  زړه  لالی  دی    چیرې

په چا مې سترگې نه خوږیږي

په کنډو ناست را ته اغیار دی

ورو   ورو   کوي   اشار   تونه

 

سبا    اتبار   دی   ورله   ځمه

د    شهیدانو   په     مزار   کې

غنچه د گلو پرې شیندمه

د     شهیدانو   په     مزار  کې

د دوی په وطن ایښي سرونه

 

د غم   سرود  را ته    غږیږي

زه ملنگ جان غم له پیدایم

د غم سندري نه خلاصیږي

زه ملنگ جان غم له پیدایم

زلمیانو لږ همت په کار  دی

تنگ کړو د ښځو پیغورونه

            *******

 

                   زما ځوانی ډول کوي

 

زما  ځوانی  ډول  کوي  له  پښتو نواله   سره

                                   زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

زما یې خټه لمده کړې د غیرت په اوبو

                                   بې همتي لازمه نه ده زما له شانه سره

د وطن مینه مې رودلې ده د مور په شودو

                                   اوس یې خدمت ته یم حاظر له ټینگ ایمانه سره

د غیرت توره مې نیولې ده په خپلو اوږو

                                   د سربازي میدان له وړم توره له ځانه سره

روح مې په تن کې آسوده وي استقلاله سره

                                   زما  ځوانی  ډول  کوي  له  پښتو نواله   سره

                        په ژوندانه کې چاته کله خپل سنگر ورکوم

                        زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

په وینو رنگ وژلی خوښ یم خو غلام به نه شم

                                   زما ارواح په ابتدا کې دا منلي نه دی

زه د وطن دښمن ته هیڅ لاس په سلام به نه شم

                                   زما نیکونو هر گز ټیټ چا ته کتلي نه دي

خپلو حقوقو د غوښتو ځنې آرام به نه شم

                                   څو چې د تن  وینې مې لاندې څڅیرلي نه وي

مقابلې ته  یم  حاظر له سروماله  سره

                                   زما ځواني ډول کوي له پښتنواله سره

                        ټولې دنیا ته زه په ټینگ عزم خبر ورکوم

                        زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

توپ طیاره زما همت ته اهمیت نه لري

                                   خلک دغه چې یادوي ما ته خندا راځي

سنگر د نورو زما عزم ته طافت نه لري

                                   هر یو  غلیم مې په نظر لکه گیا راځي

توپ او ټانکونه زما مخې ته قوت نه لري

                                   نه په ټوپکو ماشینگڼو څه پروا راځي

د قربانۍ میدان ته ځم زه په ټکاله سره

                                   زما ځواني ډول کوي له پښتنواله سره

                        خپله سینه د ننگ میدان کې لکه سپر ورکوم

                        زه   په پښتــــو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

تړلې ملا جنگ ته اته ملیون زلمیان لرمه

                                   هر یو زلمی   زما    د یو  لښکر ځواب     کوي

د ولس مینونه شاته غم شریکان لرمه

                                   غلیم دې خوار شي چې زما مخ کې د باب کوي

ښه اهل کار ښه غمخواران او يوه مشران لرمه

                                   هغه به غوره کړم چې دوی را ته خطاب کوي

غلیمه کور دي نژدې مه کړه له زواله سره

                                   زما ځواني   ډول  کوي   له    پښتنواله    سره

                        پر ځای د ډال تیغ د دښمن له خپل ټټر ورکوم

                        زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

 

که د صورت وینې مې توی شي په خدمت د وطن

                                   دا به دنیا کې یو لوړ نوم او سعادت وي زما

قربان قربان مې دا ځواني شه زرکرت له وطن

                                   خو د وطن   د استقلال دې تر قیامت وي زما

خدایه نصیب مې کړې ښه ښکلی شهادت د وطن

                                   خپلو نیکو ته چې په گور کې مسرت وي زما

زه ملنګ جان به هله سیال شمه له سیاله سره

                                   زما ځواني ډول کوي له پښتنواله سره

                        مبارکي به خپل پردي ته په بستر ورکوم

                        زه په پښتو او پښتنوالې باندې سر ورکوم

                                   **********

پیل ته

 

         پښتون زوی د بابا یم

 

پښتون زوی د بابا یم ولاړیم په میدان

                                              مظبوطه ملا تړلې

په لاره د قومیت کې به خپل ځان کړمه قربان

                                                     ما سر په لاس نیولی

په لاره د قومیت کې یمه  تیر  تر  مال  وسر

                                                  دا رسم د پښتون دی

په دغه لار که مړ شم دغه مرگ ګنم بهتر

                                     آزاد زمونږ ژوندون دی

تمام پښتانه یو دي که په سمه دي که غر

                                           پخوا نه دا تړون دی

وطن زمونږ ناموس دی په ناموس وژنو خپل ځان

                                           ما ځان په مرگ شمیرلی

 

ما سر په لاس نیولی د خپل قام نه به یې نثار کړم

                                                                د قام د سر خیرات یم

په   نم  د خپلو وینو  به   دا  خپل وطن   گلزار کړم

                                                                یو موټی د زکات یم

بد  خوا  د خپل  ملت  به  په  بلا  کې  گرفتار کړم

                                                          له تندر ځنې زیات یم

زما  په  نارینتوب  باندې  قایل  دی  ټول جهان

                                                           اثبات  ته    رسیدلی

 

دا زه هغه پښتون یم چې مې کسب شجاعت دی

                                                            ښکاره لکه د لمر یم

شربت   د  آزادۍ   باندې   بدن  زما  صحت  دی

                                                   په هر میدان کې بر یم

زما   مقابلې   ته   بیا    د چا وس او طاقت  دی

                                               مضبوط پولادي غر یم

زما  د تورې  بریښ چې  چا  لیدلی  په چشمان

                                               په خپله یې ځان سیزلی

 

هست شوی او لوی شوی یم په دار کې د اسلام

                                                                په شرعه برابر یم

نه    ځم  د بل  قانون  پسې  نه  یم د  بل     غلام

                                                      د پلار نیکه پسریم

آئًینه   دې مخ ته ونیسه   لږ ځان ته   وکړه پام

                                                    له اصله دي خبر یم

د بل لاس باندې زجوړ شوې غولوې مسلمانان

                                                     استاد مې ستا لیدلی

 

اسونه نال    کیدل چیندخ ته ودریده دا خیال

                                                  نالبنده ما هم نال مه

نالبند   ورته   ویل  ته  د  اس  نه  یې    سیال

                                          کم بخته ځان سمبال مه

مه څوك بې تجربې وي د چیندخې په مثال

                                         ضرور به ځان پایمال که

آخر به په تبۍ ورله مخ تور کړي ملنگ جان

                                           را خوب یې دی لیدلی

                        *******

پیل ته

 

 

                   د زړه افسوس

 

نن زړگی مې د بفسوس په اور سوځیږي

                                  چې گیدړ کوي زمري باندې گواښونه

د کارغه   سترگې د   بازه نه   شرمیږي

                                  په   همت     سره   را پورته     شه    پښتونه

 

نن   زړگی   زما     ددې  غمه   کباب   دی

                                  چې  سرح د د  پښتنو    یې  کړ     بمبار

دا په  کوم دین  و مذهب  په کوم کتاب  دی

                                  یې گناه  مرگونه  وشول   وار په  وار

دا پښتون ولې بې غم تللی په خواب دی

                                  نن  په  یو  سبا په   بل   دی   دغه   کار

                      ظالمان    د خپله    ظلمه   نه     دریږي

                      چې تر څو ورباندې تاو نه شي غوږونه

 

پښتنو وروړنو داځی ځای د غیرت دی

                                  ملامو   وتړیً   کار   واخلیً   له    یوالې

باقي ژوند زموږ دنیا کې خجالت دی

                                  چې پردي   په  پښتنو کوي    ناخوالې

غم او درد زموږ  شریك  دی تر   قیامته

                                  خدای دې نه راوړي پښتون کې جدا والې

                      پښتانه سره ټول یو وجود یادیږي

                        په هنر مو غو څوي خلك اندامونه

 

په  فریب    د  فریبکارو  مه       غولیږیئ

                                  زمانه   کې   دي   ډیر   شوي   غداران

د پردي جغ لاندې ټیټ سرمه ځغلیږیئ

                                  یا خو نوم د پښتون مه پریږدیئ په ځان

حیا وکړیئ خدای رسول نه وشرمیږیئ

                                  خدای   لیږلی    شریعت   دی   هم   قرآن

                      چې قانون د بیگانه باندې چلیږي

                      غواړي ورکړي پښتنو له رشوتونه

 

پښتنو ته رب ورکړی لوی  همت  دی

                                  په   میدان    کې چا ته  ټیټ  نه   شي کتلی

سربازي   لوړ   همتي زموږ عادت  دی

                                  دا  تعلیم  موږ  په  طفلۍ کې   دی    موندلی

چې دې خاورې ته چا سپک کړی نسبت دی

                                  سور  په   وینو   له    میدانه     تښتیدلی

                      هر پښتون لکه خوني زمری غوریږي

                      نه  غولیږي     د مکارو   په     مکرونه

 

چې لوی   شوی    وي د   بل په    نوکرۍ    کې

                                  د  پښتون سره  دې نه   سموي   ځان

چې تر اوسه یې موږ شکي یو په پیرۍ کې

                                  دوی خو گرځي ځان ته   نیسي مریدان

عاقبت   به  گرفتار  شي  په   خوارۍ   کې

                                  پښتانه  به   ورمعلوم کړي   خپل     ایمان

                      خو زما ملنگ جان زړه کې نه ځائیږي

                        چې کارغه   اخلي  د   زرکي   قدمونه

                                   *******

پیل ته

 

                   ټینګ اوسئ  زلمیانو ...

 

            ټینګ اوسئ رلمیانو د وطن له نام و ننگ سره

            گورئ هرې خواته چې حالــــــــت د دنیا نور دی

                                   *  *  *

ټینگ اوسئ زلمیانو په خپل دین او په اسلام

                                   توره د پښتــــــــــــــــــون په بــــــــرخه شوې  له ازله

موږ او تاسې  واړه  پښتانه  یاستو په   قام

                                   پام کوئ چې نه شو خارجیانو ته خجله

ټول په اتفاق دښمن نه واخلئ انتقام

                                   داغ د دورنگۍ یارانو وباسئ له دله

زیب کوي پښتون په هر میدان د تورې شرنگ سره

                                   ټینګ اوسئ رلمیانو د وطن له نام و ننگ سره

خپلو کې گوندۍ یارانو موږ لره پیغور دی

                                   گورئ هرې خواته چې حالت د دنیا نور دی

خپلو کې گوندۍ یارانو موږ د پاره زهر دی

                                   ځکه هر طرف مو دښمنان دي لکه غرونه

موږ له گوندي او بغض هغو سره په کار دی

                                   ولې  په  خپل کور  به  ماتو  خپل  مړوندونه

وگورئ دنیا ته څه یې رسم څه روزگار دی

                                   اخلـــــي د خپل  علم  نه  رقم رقم  خون دونه

مینه کې ځانونه برابر کړئ د پتنگ سره

                                    ټینګ اوسئ رلمیانو د وطن له نام و ننگ سره

حق د خپل وطن زموږ په سر لکه د پور دی

                                   گورئ هرې خواته چې حالت د دنیا نور دی

حق د خپل وطن په ژوندانه باندې ادا کړئ

                                   نیک نومونه پریږدئ په دنیا کې تر قیامت

دې شریفې خاورې نه ځانونه فدا کړئ

                                   اوري په ناراست سړي همیش د خدای لعنت

توره د غیرت یارانو ټینگه کړئ له څنگ سره

                                   ټینګ اوسئ رلمیانو د وطن له نام و ننگ سره

نوم د ننگ غیرت زموږ  په هر طرف ته تللی دی

                                   رب دې دا نیک نوم زموږ بدل نه کړي بل شان

وگورئ نن هر دولت ته کوم ځای ته ختلی دي

                                   موږ  لکه   واړه  لا  هیڅ  خبر نه  یو  په  ځان

زړه مې د شیرین وطن په مینه داغیدلی دی

                                   خدایه  ته  حافظ  اوسې  د  ټول  افغانستان

سوال د ملنگ جان ستا په درگاه درنگ په درنګ سره

                                   ټینگ اوسئ زلمیانو د وطن په نام و ننگ سره

                        دا فریاد په هر میدان زما په هر یو ورور دی

                        گورئ خرې خواته چې حالت د دنیا نو دی

                        **********

 

پښتون یم د پښتو په لار ...

 

پښتون یم د پښتو په لاره تل مدام جنگیږم

                                              هیڅ نه یمه نیمگړی

چې هر کله مریض شم په جنگونو کې رغیږم

                                              تشخیص مې د ځان کړی

 

له موره چې پیدا شوم زما سرته یې کیښون توره

                                              چې دا کار به کوې ته

دادا مې را ته وویل زما د سترگو توره

                                              وطن به دی ساتې ته

چې بیرته پاتې نه شې په میدان کې له تربوره

                                              په مخ کې به ورځې ته

ابۍ مې را ته وې په بې ننگۍ دې خپه کیږم

                                              ما ننگ ته یې راوړی

 

چې غږ د سربازۍ واورمه وینه مې په جوش شي

                                              پاڅم په خلاصه ټنډه

چې شرنگ د تورې واورم هر سرود مې فرامړش شي

                                              ورځم په منډه منډه

دښمن چې را ته وگوري له ویره نه بې هوش شي

                                              بیا ژاړي لکه کونډه

که د یو قدر ته غټ وي پاس په څټ یې ورسوریږم

                                              په یو گوزار مې وړی

 

په درغو لاپې نه کوم ښکاره یم لکه لـــــــــــــمـــــــــر

                                              دنیا کې لور په لور

دښمن باندې چې غږ کړمـــه لله اکـــــــــــــــــــــبر

                                              د ځانه اخلي اور

ولجو کې مې راوړی له غلیمه ځنې سر

                                              ښکاره دی زما زور

په منځ کې د ایشیا د قهرمان په نوم یادیږم

                                              هر وخت مې بری وړی

 

یو ځل چې قیامت تیر شي خلک پاڅي له قبرونه

                                              بیا یې څوك نه شي وژلی

زه تیر یمه د شلو قیامتونو له جندرو نه

                                              له  قبره  یم   وتلی

پوره حساب مې ورکړ را بهر شوم له یارونه

                                              ما خپل اجل خوړلی

صادق په خپل اقرار زه ملنگ جان صفا غږیږم

                                              چې وایې وري وگړي

                                   **********

پیل ته

 

                   د افسوس اوښکی مې ځي

 

د افسوس اوښکې مې ځي له رودونه

                                   دم په دم مې د خولې خیژئ فریادونه

میراثه د پلار نیکه مې لاندې میږي

                                   ظالمان زما په حق نه قانع کیږي

 

د افسوس اوښکې مې ځي لکه باران

                                   په ژوندون مې میراث بواي دښمنان

په حساب سره زه اته میلونه کور یم

                                   هسي نه چې په دنیا کې زه کمزور یم

مگر دا چې غوره کړی مې دی صبر

                                   نه ظالــــــــــــــم یم نه په چا کومه جبر

عاقبت به مې د صبر کنډول مات شي

                                   په دنیا به بیا بـــــــــــل اور د فساد شي

زه طالب د خپل حقوق او استقلال یم

                                   آزادۍ په نامــــــــــه تیر تر سرومال یم

یا به خاورې په دې لار کې خپل زلمیان کړم

                                   یا به جوړ په خپل همـــــــت پښتونستان کړم

ظالمـــــــــــــانو کړم بیزار  زه  له ژوندونه

                                   د افسوس اوښکــــــــې مې ځي لکه رودونه

                        سپک وضعیت دپښتانه کله خوښیږي

                        ظالمـــــــان   زما  په  حق  نه   قانع  کیږي

 

زه لوی شوی یم آزاد،  آزاد و  غرو کې

                                   آزادي مې ځای نیولی دی  مغزو  کې

څوڅو  ځله په  دنیا کــــــې  تجربه یم

                                   امتحان  مې دی  ورکړی آزموده  یم

هغه  چا چې  زمـــــا  توره  ده لیدلــــې

                                   د ناکامــه  یې په خپله ځان  سیځـــلی

بیا به هـــم ورکــــــړم دنیا  ته امتحان

                                   خدای راکړی  د زمرو په شان زلمیان

ما په خوارو سترگو مه گوره دښمنه

                                   خپل عیبونو ته نظر  وکړه عیب جنه

تا سره  که طلسمـــــونه د فرنگ  دي

                                   ما ســره هم خزانې  د نام  و ننگ دي

ما   رد   کـــــړي  د گـــُرزونو   گزارونه

                                   د افسوس اوښکې مې ځي لکه رودونه

                        پخـــه خښتــه په باران کلـــه رژیږي

                        ظالمان زما په حق  نه قانــــع کیږي

 

زه پښتــــــــــــون  یم پښتنې  یم زیږولی

                                   د پښتــــــــــو په کار و بار یم پوهیدلی

ما ته شوی په طفلۍ کې دا وصیت دی

                                   پلار نیکه  را ته تیــــــر کړی حقیقت  دی

له خیبــــــــره تـــــــــر اټکه  می وطن  وی

                                   وطن څه چې خاص زما د پلار مسکن دی

یا به دا وي چې په وینــه  پرې توده کـــــړم

                                   یا به سرو مال په دغه لار خیــــــــــرات کړم

یا وطن د پلار نیکه به مــــــې آزاد کــــړم

                                   زه خو نه شـــم باداري د چــــا منـــــــلـــــی

نه قیامت کــې شــم نیکونو ته کــتــلــی

                                   دا چې کیږي پښتـــــــو باندې ظلــــمونه

            دا نو کله زمــــوږ زړونو کـــــــې ځائیږي

            ظـــالـــمان زما په حــــــــــق نه قانع کیږي

 

حا ل احوال د شاوخوا چې را بر سیر شو

                                   کربـــــلا او یزید دواړه   را نه هیـــــــــر شو

خدایه دا څنگه اســــــلام څنگه امت دی

                                   ماشومان تور سرې وژني دا حالــت دی

هغه څوک چې په ریښتیا د پښتون زوی وي

                                   او ریښتیا د پښتنې په غیږ کــــــې لوی وي

خوب خندا به کـــــــړي په ځان پورې حـــــرام

                                   څو وانخـــــــــــــــلي لــه غــــلیمه انتــــقــــــام

خو زمـــا ملنگ جان دا سوې مســــرې دي

                                   مسرې څه چې ټول د غــــــم سوې نارې دي

حقیقت کـــــې نه چــاربیته نه غـــــــــــــزل دی

                                   محض غـــم د خپل وطن را سره مـــــل دی

دغه غم مې په زړگــــــي ایښي داغـــــونه

                                   د افسوس اوښکــــــې مې ځي لکه رودونه

                        په ملهــــم د خپــــلواکۍ به ورغیــــــږي

                        ظالمــــان زمــــا په حق نه قانع کیـــــــږي

پیل ته

 

[Home] [Pashto Matalona] [adressen]

 © N. Niazi 2003 - 2010