Fonts Problem

If you cannot view Pashto on this site  download Pashto font. After download install it and then revisit this page again.

download now
 

Home

هیله

که تاسو هم غواړی چی خپلی او یا نوری په زړه پوری لیکنی دلته د نورو لوستونکو د پاره خپرئی شی، نو مهربانی

 وکړی ما له ئی د برښنالیک په توګه راولیږی، ډیره مننه.  که غواړی همدا اوس ماله برښنالیک ولیکی

 او راوائی ستوی، نو دا ځای کیکاږی

 

او یوه بله هیله

ګرانو دوستانو که زما په لیکنو کی  ګرامری غلطی او یا هم د جملو په جوړښت کی  څه کمبود وینی نو هیله مند یم چی تاسو به  هغه بښی . باور وکړی چی د ډیر وخت  را هیسی می په پښتو ژبه لیکنی نه دی کړی. خو انشالله چی په نږدی

 وخت کی به  پرمختګ راپه برخه شی. مننه، نیازی

 

لاندی راټولی شوی  لیکنی ستاسو لستلو لپاره راغونډی شوی:

زیری

ازمیلی بیا مه ازمیه

غښتلي ملی ژبه د ملت د یوالی او پرمختګ ضامنه ده

کله چی میلمه کوربه له کوره وشړی

عمل پکار  دی عمل

په آلمان کی د میشتو افغانانو د اوسیدلو اویا  بیرته ستنولو په هکله معلومات

 

 

زیری

 

که څه هم یو څه ناوخته دی چی زه اوس دی نویو ټلویزونونو د نړیوالوخپرونو د پیل زیری دلته په تاسو کوم، خو ښوو کړو ته چی هر وخت د زیری نوم ورکړو ښه کار دی. زما مطلب د  آریانا نړیوال ټی وی  او د آریانا افغانستان د ټی وی  څخه دی .

 

که څه هم ددوی نومونه یو له بل نه هومره توپیر نه لری خو دی ددوی پروګرامونه او د هغو د وړاندی کولو بڼه، محتوا او طریقه له یو بل نه دومره توپیر لری لکه څومره چی  ددوی دی مرکزونو یی له یو بل نه لری. مطلب دادی چی د آریانا ټی وی خپلی خپرونی د افغانستان له تاریخی ښار کابل څخه او د آریانا افغانستان ټی وی د امریکا د متحده ایالاتونو پر مخ بیایی. او دواړه کوښښ کوی او خپلو هلو ځلو ته زور وزکوی چی ګران هیواد د کلتور، هنر، او د ورځینو پیښو خبرونه د افغانانو او نړیوالو لیدو او اوریدو ته یی ورسوی.

 

دا چی هر یو د خپلو په لاس کی شتو امکاناتو اود سیاسی او مطبوعاتی تګلارو په پام کی لرلو سره کوښښ کوی چی یو له یوی خوا خپل تبلیغاتی مرام او مقصد ته ورسیږی او یو  زیات شمیر لیدونکی د خپلو ټی وی چینلونو د ننداری لپاره وګټی، یوه څرګنده خبره ده.

 

 له څه مودی راهیڅی زه ددغو ټلویزونونو خپرونی یو څه د کره کتنی په سترګو ګوورم نو را ته غټ توپیرونه را په سترګو شوی چی زه یی دلته د یو ناپیلی افغان په توګه ستاسو پاملرنی ته وړاندی کوم.

 

له څه وخت راپدی خوا زه کله نا کله د آریانا د نړیوال ټلویزون  AITV یو شمیر پروګرامونه چی تراوسه لا په اوروپا کی په آزمایښتی توګه خپریږی په غور سره وینم او اورم. د خپرونو چلوونکی توانیدلی دی چی د ګران هیواد داوسیدونکو د ژبو اوسیمیزو ژبنی، کلتوری او ثقافتی توپیرونو په پام کی نیولواو هغو ته په درناوښت سره د خپرونو وخت او محتوا په ډیره منظمه اوعادلانه توګه وویشی او د هیواد ټولو وګړو ته که د هیواد په دننه او یا که په بهر کی میشته دی، ددی موقع ورکړی چی د خپلی خوښی پروګرامونه په ډیره مینه واوری او یی وینی. ددی نړیوال چینل خپرونی لکه د روانو پیښو خبرونه،  سیاسی او اجتماعی بحثونه، موسیقی او که نوری تفریخی پروګرامونه دی نو د محتوا، پروګرام جوړونی او د تخنیک له ډیرو اوچتو نورمونو او معیارونو سره برابردی. د پروګرامونو ښځینه او نارینه  ویونکی (نطاقان) هم دی کلمود آدا کولو، د جامو او ظاهری بڼی له پلوه ډیر په اصولو او د افغانی ټولنی د ننی وخت د غوښتونو او زمونږ د هیواد د ولسونو د پوهی، اندیښنو، کلتوری، هنری او د دینی او مذهبی په چوکات کی سل په سلوکی هم رنګ او برابر دی.

  

د آریانا افغانستان ټی وی، کوښښ کړی چی د یو اوږده نوم په خپلولو، دی چا خبره :«په یوه غشی دوه فاختی » ښکار کړی. دا په دی مانا چی د ګران هیواد د هغو وګړو غوښتنو ته ئی چی پښتانه او افغان یو ګڼی او نه غواړی ځانونه د افغان په نوم  یاد کړی، نو د آریانا نوم او دهغو لپاره چی په ډیر ویاړ ځان د احمد شاه ابدالی په جوړ شوی ټاتوبی پوری ټړلی  بولی نو دی افغانستان په نوم ځان خوشحاله وی.

 دا ټلویزونی چینل تر اوسه په هیڅ وجه ندی توانیدلی چی د ټلویزونی خپرونو د ملی او نړیوال ستندرد په پام کی نیولو سره خپل پروګرامونه او خپرونی برابری او خپری کړی.

په یقینی توګه ویلم شم چی د دی ټلویزونی چینل خپرونی په سلوکی ۹۹ په دری (فارسی) ژبه خپریږی. د پښتو په ژبه پکی څه د لیدلو او اوریدلو لپاره پکی نشوای پیداکولای.

د دی ستر کمبود په خوا کی لاندی خالیګاوی او کمبودی هم پکی لیدل کیږی:

 

۱- د ډیرو پروګرامونو ویونکی نه یواځی دا چی په دری ژبه نشی کولای خبری وکړی یو زیات شمیر یی د ټلویزونی پروګرامونو له جوړولو او د ستدیو له کار سره هیڅ تجربه نلری. ما لیدلی چی یو شمیریی د لیدونکو او اوریدونکو د پښتونو په ځوابونو لا څه چی د د لیدونکو او اوریدونکو په پښتونو نه پوهیږی.

۲- د موسیقی په پروګرامونو کی په تخنیکی لحاظ ډیر د خراب کیفیت لرونکی ویډیو ګانی خپریږی. ددی نه برسیره د موسیقی زیاتره پارچی تکراری دی.

۳- په کراتو پیښیږی چی د خپرونو په موقعه د ټلویزون پرده توره شی او د څو دکیکو لپاره پروګرام پریی شی.

۴- د ټولو پروګرامونو پیل، محتوا او پای یو شان دی. په ټولو پروګرامونوکی په یوه موضوع خبری کیږی.

د کمبودیو لپاره نور ډیر ټکی ډیر دی خو زه خپله شمیرنه دلته پای ته رسوم. ځکه چی زه د آریانا افغانستان ټلویزونی چینل د لیدونکو د خوند اخیستو لپاره نه بلکه د زورولو او د ګران هیواد د وګړو د نا لایقی د ثابتولو په لټه کی دی. که دوی ځما خبره منی نو یا دی سمدستی خپلی خپرونی بندی کړی یا دی ځای او میدان پوهو او مسلکی خلکو لپاره وزګار کړی. دا هم ددوی او هم د افغانستان په ګټه دی. وسلام

ن. نیازی

ددی  پاڼی پیل ته

 

نورالحق نیازی

 

ازمیلی بیا مه ازمیه

 

هرکله چی د ګران هیواد افغانستان د راتلونکی سیاسی حل  او یا هم د نوی حکومت د جوړیدو په هکله په غونډو او مجلسونو کی او یا هم د راډیواو ټلویزون  په خپرونو کی داخبره پورته شی نو د یو شمیر خلکو او د راډیو او ټلویزون د ویونکو له خولی  نه آورم چی وایی « چی تیر شو هغه هیر شوه، هوښیار نه ګرځی په تیرو پسی ډیر».  چی په غلط ځای او معنی په کار وړل کیږی.  ډیر کسان سوچ کوی او په دی عقیده دی چی که چیرته سړی د تیرو څه نا څه دریوو لسیزو په مودی کی د افغانستان د سیاست  د ډګر د لوبغاړو د غیر ملی، غیر وطنی او غیر انسانی کړو وړو څخه تیر شی او پر هغو سترګې پټی کړو نو ګواکی وبه کړای شو د ګران هیواد  شتوو ناخوالوته  به  پای ورکړو او د وګړو تر مینځ به د سولی او ورولی فضا را منځ ته کړو او د هیواد د لا ورانی او د بی ګناهو انسانانو د وژنی نه به مخنیوی وکړو او د یتیمانو،کنډو، ناروغانو او بیوزلیو انسانانو په ټپونو په پټی کیږدو!

هو، دا سمه خبره ده، چی هر څه « یو آغاز او انجام لری» مونږ ټول  غواړو چی په ګران هیواد افغانستان کی دی نورنو د وینی تیولو، ورووژني، د ورانوولو او ویجاړولو بهیر دی بند شی. ټول باید چی لاسونه سره ورکړو او د هیواد د بیا رغونی او د هغه د میشته وګړو د سوکالی او د هیواد د پرمختګ  د پاک او سپیسلی آرمان د پوره کیدلو لپاره یو له بل سره پخولا شو او ددی لویي  جګړی د ګټلو لپاره  سره یو موټی شوو. خو دلته باید یو ډیر مهم ټکی ته پاملرنه وکړو او هغه دا چی د انسان وژونکو، جنایتکارانو، او په پردو خرڅ شویو کسانو او هیواد او ولس ته  د رښتینی خدمتګزارانو تر مینځ په کلکه توپیر وکړو او یو له بل نه یی په کلکه بیلګه کړو او په هیڅ وجه بیا هغو د هیواد او ولس  دښمنانو ته موقعه ورنکړو چی زمونږ دهیواد او ټولنی د سیاست د حال او مستقبل په ټاکنو کی وړنده او اغیزه ولری. او د خپلو شومو او غیر اسلامی  غوښتنو او پلانونو د پلی کولو په لاره کی یو ځل بیا  خپل کرغیړن مخونه  د  دیموکراسی او اسلامی اخوت  تر پاکو  او  رنګینو نقابونو لاندی پټ کړی او د هیواد د وګړو د پاکی او ساده ګی او بیخبری نه ګټه واخلی او بیا دا مظلوم اولس تیر باسی او د خپلو ناپاکو غوښتنو قربانی یی کړی.

 

مونږ ټول ددی ژوندی شاهدان یو چی نن سبا له بده مرغه د هیواد د سیاسی او حکومتی چارو په ټولو برخو او پړاونو  کی یبا هم هغه کسان چی اوس هم د هغوی له ګوتو نه د بیګناهو  افغانانو وینی څاڅی،  په کرسیو او څوکیو ناست دی. دغه خاینان او جنایتکاران نه یواځی زمونږ د برخه لیک د ټاکنی واګی یی په لاس کی نیولی بلکه په مونږ ملنډی هم وهی. او زمونږ له بی وسی ( او که ناپوهی ورته ووایم) نه په ګټه اخیستو سره د خپلو ناپاکو هیلو د لاسته راوړلو او د خپلی واکداری او واکمنی ته د اوږدولو په تکل کی دی.

 

ځما هیله او غوښتنه د ټولو هیوادوالو څخه داده چی «د ازمیل شوو د بیاازمویلو»  څخه لاس واخلو او د هغو پیژندل شوی څیریو لاسونه د هیواد د واکمنی او قدرت او د راتلونکی سیاست او واکمنی د ټاکنی نه،  نه یواڅی لنډ کړو بلکه ښایی چی هغوی د دوی  د تیرو کړنو په سزا ورسوو. تر څو له یوی خوا د ګران هیواد ځمکه، آسمان او هوا ددغو ناپاکو او جفاکارو د سیاسی لوبو څخه پاکه شی او ددوی له په وینو ککړو منګلو څخه خلاصون ومومی او له بلی خوا د نورو لپاره په راتلونکی کی سبق شی او پند تری واخلی.

 که پریږدو چی دا حالت په همداشان پر مخ لاړ شی او مونږ د ښوو او بدو، د حق او نا حق، د خاین او رښتنې، د پوه او نا پوه، د پاک او نا پاک، د ښکلا او بدرنګۍ، د ورڅی او شپی، د ظالم او مظلوم، او ...  تر مینڅ د توپیر او بیلولو قضاوت له لاسه ورکوړ نو دا به له څوانمردی، انسانیت او عدالت سره یوه ډیره ستره جفا او ناځوانی وی. او مونږ به هیڅکله ونشوکولای چه په خپل ټاټوبی کی په خوښۍ ، سوکالۍ، یووالې، ورورولی، پرمختګ او بریالیتوب کی ژوند وکړو. اوهم له هغه  پور څخه چی د راتلونکی نسل په وړاندی یی لرو  ځان خلاص کړو اوادا یی کړای شوی!

 

ددی  پاڼی پیل ته

د نورالحق نیازی لیکنه

عمل پکار  دی عمل

 

بعضی کسان کوښښ کوی چی دخپل ژوند د ناکامی ملامتی  د نورو په  اوږو  ور واړوی  او خپله  د خیر په غونډی کښینی او دی ته په تمه شی چی که ګوندی څوک پیدا شی چی  ددوی د ربړونو او ناکامیو د حل لاره  ولټوی او وروته ویی  ښی او تر هغه هم  ډیر ښه  به وی که پرابلمونه یی ورته  حل کړی. خو باور وکوی که مونږ له سبا نه تر بیګاه او له بیګاه نه تر سبا ناری  ووهو او میلون ځلی  ووایو چی زمونږ هیواد دغو او یا هغو وران کړلو او یا زمونږ  د بد بختیو او ناخوالو  سبب دغه  او یا هغه  دی کومه ګټه به زمونږ  په برخه نه شی او نه  به  زمونږ  په حالت  کی کوم تغیر او بدلون را منځ ته شی.  د پښتو متل دی (چی څه کری هغه به ریبی)  دا بلکل سمه او علمی خبره ده  نو هرومرو ددی متل نه باید چی  پند واخلو او ده هغه  پر لاښونه  عمل وکړو. او تل د شکایت کولو او د خپل بام  واوری د نورو په انګړ  کی داچولو نه لاس  واخلو او ډډه تری  وکړو. او دهغه پر ځای په عملی توګه  د خپل قام او ملت  د بریالی کولو لاری او چاری ولټو او ټول د یوه  موټی  په شان سره راغونډ شوو او دخپلی  کامیابی او وړاندی تګ لپاره استوار او مضبوط ګامونه اوچت کړو.

 

 که پښتانه غواړی چی یو مضبوط او غښتلی قام شی او بریالیتوبونه یی په برخه شی نو بایدده  چی خپل کړو وړه  او تګلاری  ته داسی بدلون  ورکړی  چی غلیمان او سیالیګران ورته د عزت او درناوی سر ټیټ کړی  او دا  ومنی چه پښتانه په رښتیا چی څه چی وایی هغه ترسره کوی او پښتانه  د خپل حال او مستقبل له بریالیتوبونو سره د زړه له کومی مینه او محبت لری .  مونږ باید چی ټولو ته هرومرو دا څرګنده ګړو چی افغانان او بلخاصه پښتانه نه یواځی دخپلواکی د په لاسه ته راوړلو کی په ڼړی کی نوم لری، بلکه په همداشان دهغی په ساتنه او خوندی کولو کی هم  بی انډوله دی.

 زه غواړم ستاسو پاملرنه دی خبری ته هم راوګرځو چی په نادان سړی تل غم وی، ولی؟  دا ځکه چی ناپوه  او نادان سړی نه شی کولای   د خپلو پرابلمونو د حلولو او د ربړونو د لیری کولو لپاره  سمی او کاری  لاری  او چاری ومومی،  نو څه کوی؟ هغه کوښښ کوی چی په هر راز چی وی ځان له دغه ناخوښه حالت څخه وژغوری نو ددی لپاره د خپلی پوهی په پرتله کوښښ کوی او هر بوټی ته لاس اچوی. تر څو ځان له ډوبیدو نه وژغوری.  خو په دی نه پوهیږی چی  د غلطی او نادرستی تګلاری  او طریقی  په خپلولو نه یواځی شته وی  ناخوالی نشی کولای له منځه یوسی بلکه  نور هم په خپلو غمونو، پرابلمونو او ربړونو نور هم  زیاتوا لی راوړی .

 

مونږ باید چی له خپلو مغزو نه  دا سوچ  او فکر وکاږو چی ګواګی د علم  او پوهی  په  خپلولو سر ه به مونږ  خپل پښتنوالی اصالت  او کلتور له  لاسه ورکړو.  مونږ باید ددی خبری خلاف  نه یواځی ومنو بلکه پری پوره باور ولرو  چی که مونږ  پوه او علم له پښتونوالی سره ملګری نه کړو او د خپل ژوند په ټولو ډګرونو کی له هغه نه ګټه  وانخلو نو ډیر ژر به ددی شاهدان شو چی هم به خپله پښتو له لاسه ورکړو او هم به د ناکامیو په تور تل کی نور هم کیوزو.  ډیری خبری وایی  په قرآن شریف کی ښی وی، نو راځی چی خپله تګلاره وټاکو او لاندی ټکو ته په ډیر غور سره وګورو :

 

۱-  د علم او پوهی په خپلولو او  زده کړه کی شپه او ورځ  سره یوه کړو.

۲-   ملی ګټی تر هرڅه اوچتی وګڼو

۳- باید چی صبر او حوصله خپله کړو او په سړه سینه  او آرام سوچ  د خپل وروسته پاتیکیدو دحل لاری  ولټوو

۴-  د خپل دوست او دښمن په ټاکلو کی باید یواځی او یواځی ملی ګټی په پام کی ولرو

۵-  د نورو دملامتولو او ګرم کولو  پر ځای خپلو کړو ته بدلون  ورکړو لکه چی وایی «خپل عمل دلاری مل دی»

         په دی مانا چی د هیواد له نږدی تیرو پیښو څخه زده کړو چی څه زمونږ په ګټه وه، تر څو هغه تل او بار بار  عملی ګړو.

         اوهغه څه چی زمونږ داولس او هیواد په تاوان وه نو له هغو نه اوس  واخلو او په راتلونکی کی ډډه تری  وکړو.

۶-  د ظالم او جابر په وړاندی ځان باید چی کمزوری او ناتوان وه نه ښیو، ځکه چی د ظالم ظلم نور هم زیاتیږی

مطلب دادی چی زمونږ د هیواد په ورانولو کی په کومه اندازه چی زمونږه خپلی تیروتنی او غلطیو اثر درلود په همدا کچ  د پردیو لاس وهنی او د هغو ګټو زمونږ په هیواد کی  اثر درلود.  دا د پوهانو، لیکوالو او  ټولینیزو خپرونو دچلونکو دنده ده چی د پردیو د تیری ناببری  ناولی اغیزی څرګندی او بربڼدی کړی او د  نړیوالو غږونو او لیدلو ته یی  وړاندی کړی.

۷- څه چی لرو پر هغوباید فخر وکړواو د درنښت په سترګه ورله وګورو، او هیڅ چاله اجازه ورنکړو چی زمونږ  ملی

       او قومی افتخاراتو په سپکه سترګه وګوری او یا پری ملنډی ووهی

۸- باید چی یو د بل درناوی وکړو

 

فلحال ما وکولای شول پورته لیکل شوی  اته ټکی  سره راغوڼد او دلته یی ستاسو د لوستلو لپاره خپاره کړم.  خو دا په هیڅ وجه هغه ټولی لاری او چاری نه دی  چی زمونږ د هیواد د ناخوالو او ربړونو او د ورسته پاتی کیدو د لیری کولو لپاره بس دی . په هر ترتیب  دا هغه مهم  ټکی دی چی که  د زړه له کومی پری تګ وشی نو حتمی  په زړه پوری میوی او لاس ته راوړنی به تری  په خپله برخه کړو.
باید په یاد ولرو  چی یواځی په خبرو او ببولالو څه  لاس ته نه  راځی   عمل پکار  دی عمل !

ددی  پاڼی پیل ته

د نورالحق نیازی لیکنه

کله چی میلمه کوربه له کوره وشړی

 

تر کومه ځای چی زه یی وینم او خبر یم، په ڼړی کی ۲۴۳ لوی او واړه ثبت شوی هیوادونه شته دی چی د ډیرو  دغو هیوادو  نوم او د ملی ژبی نو م یو دی. دی بیلګی په توګه زه دلته د یو شمیر هیوادونو نومونه لاندی لیکم :

 

په آسیا کی:

تاجکستان                      تاجکی

 ازبکستان                    ازبکی

ترکمنستان                    ترکمنی

ترکیه                          ترکی

هندوستان                                 هندی

 

په اروپا کی:

دنمارک              دنمارکی

سویدن                سویدنی

آلمان                  آلمانی

فرانسه                فرانسوی

چک                  چکی

سلواک               سلواکی

 

 

او په همدی شان په افریقا او لاتینی امریکا کی ډیری داسی بیلګی شته چی دلته د هغو لیکل د وخت بربادی ده نو په دی وجه تری تیریږو. خو زما مرام او تکل له دی بحث نه دادی چی د نورو هیوادو وګړو وکولای شول چی د ډیرکیو ژبه د خپلملت د ملی ژبی په توګه پر ټولو ومنی. مونږ پښتانو له بده مرغه دغه موقعه (چانس) له لاسه ورکړی دی. خو دا ددی مانا نه لری چی اوس دی نو پښتو په افغانستان کی د کشر ورور ځای خپل کړی او په دوهمه لیکه کی دی  ودریږی.

 

دا نه یواځی د افغانانو بلخصوص د پښتنو لپاره ډیره مهمه او د  ویاړ نه  ډکه  خبره ده چی په نړی کی دی لږ تر لږه  د یوه هیواد رسمی او ملی ژبه پښتو وی، بلکه د ڼړی وګړی هم دی ته ډیر ارزښت ورکوی چی د د نورو ژبو په خوا کی د پښتو ژبی چی یو ډیر ډوب او پخوانی تاریخی بیخ لری نه یواځی خوندی پاتی شی، بلکه نوره هم وده وکړی او پیاوړی شی. زما مطلب په هیڅ وجه دا ندی چی مونږ په افغانستان د لږکیو (اقلیتونو) ژبی د برابرولو یا Assimilation policies د پالیسی قربانی کړو (لکه چی رمونږ  په ګاوړنډیو هیوادو کی معمولی خبره ده) او هغو ته موقع ورنکړو چی په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړی او یا هم په خپله مورنۍ ژبه رادیویی، تلویزونی او نوری خپرونی وکړی.

 

خو دا هم په هیڅ وجه د زغملو او منلو وړ نه ده چی اوس دی. نو میلمه کوربه له کوره وشړی،  دا ځکه چی په ټوله ڼړی کی د ملیت حقوقی مسایل د  ډیره کیو او لږه کیو د حقونو په پامکی نیولو سره حل شوی او حل کیږی. نو ښایی چی دی همداصل پر بنیاد زمونږ ملی او قومی مسایل هم حل شی او هر چاته  خپل حق ورسیږی او هیڅکله زور او غوسی ته حاجت نشی.  له که چی وایی په زور کلی نه کیږی، همدارنګه هیڅ څوک نه شی کولای چی د پیړیو پیویو راهیسی جوړ شوی تاریخی ملتونه د پردو په لمسا او زور نوی بیان او یا هم د هغو د جوړیدو د اسبابو او عواملوبنسټ  ته په خپله خوښه او ضرورت  بدلون ورکړی.

 

دا چی په افغانستان کی د تاریخ په اوږدو کی تل پښتنو په خپل هیواد حکومت کړی له چا نه پټه خبره نه ده او نه هم دا چا ورله تحفه او بخشش ورکړی، دا د پښتنو منل شوی حق دی. خو ډیر د خواشینی او بد بختیۍ ځای دی چی هیڅ یو له پښتنو امیرانو، پاچاګانو، حکمرانانو او ریسانو د خپل  پښتون قوم او ټبر د سوکالی، بسیایی  او پرمختګ لپاره هیڅ داسی کوم کار نه دی کړی چی سړی دی نن پری ونازیږی او یا هم فخر پری وکړی. خو له واقیعت نه هم باید چی سترګی پټی نه کړو اوباید په پام کی ولرو چی پخوانیو واکمنو دا قربانی زمونږ په پښتنو د اقغانستان د ملی یووالی د پیاوړی کیدو او ټینګښت لپاره تحمیل کړی وه  (په کورنیو کی هم په همداشان وی چی مشر ورور او یا خور د پلار او مور په دستور تل له خپل حق نه د کشر ورور او خور او یا هم د میلمنو  په وجه تیر شوی. ځکه پلار او مور غواړی چی له یوی خوا کشران خوندی وساتی اوله بلی خوا نه غواړی چی تل ژړا او انګلولا واوری. په مونږ هم همدغه کانه شوی). چی نن په افغانستان کی د پښتنو په سیمو او علاقو کی هیڅ او یا هم ډیر لږ  پرمختګ شوی او د ژوند د آسانتیاو او د علم او پوهی د خپریدو لپاره امکانات برابر شوی دی.  

 

زما په خیال چی نور نو د ښه زړه لرلو وخت تیر شوی او مخکی له دی چی ډیر ناوخته شی او زمونږ او ستاسو د بچیانو راتلونکی خړپړ شی نو له خوبه راویښ شو او پرینږدو چی د پشتو او پشتنو په مستقل لوبی وشی. د پشتو ژبی پوهانو او لیکوالو لپاره دا یوه ضروری دنده ده چی د خپلی ژبی د پیاوړتیا په تکل تر پخوا لا زیات کوښښ وکړی او هر څومره  مو چی کولای شی او له واکه مو پوره وی  نو د پښتو ژبی او پشتنی کلتور د بسیا کیدلو، پرمختګ او غښتلی کیدو لپاره لستونی بډ وهی او خپل قلم تیره او مشواڼی موله  سیایی نه ډکه کړی.  او دومره پښتو مقالی او حقایق ولیکی تر څو چی هر یو پدی پوه شی چی پښتانه په رښتیا هم یو غښتلی او د قوی عزم خاوند قام دی. او نه پریږدی چی له ژبی او کلتور سره یی لوبی وشی او هیڅ چاته دا حق نه ورکوی چی پر دوی دی نور له دی زیات  زیاتی وکړی.

ددی  پاڼی پیل ته

د نورالحق نیازی لیکنه


غښتلي ملی ژبه د ملت د یوالی او پرمختګ ضامنه ده

 

دا واضح خبره ده، چی د ملی یوالی لپاره یو ملت یوی ګډی ژبی ته چی دهغه ملت ټول وګړی پری وګړیږی نه یواځی اړتیا لری بلکه سوا له هغی د یو ملت جوړیدل، پاتی کیدل او یو موټی کیدل نا ممکن بریښی. که څه هم دا موضوع زیاتو خلکو ته یو منل شوی حقیقت دی . خو بیا هم د هغو لپاره چی د دی موضوع په اهمیت نه پوهیږی او یا یی هم ورته پام نه دی شوی، یو ځل بیا زه کوښښ کوم چی ددی خبری د ثابتولو او د هغی د اهمیت د بیانوولو لپاره خپل د سترګو لیدلی حال او واقعیتونه دلته ستاسو حضور ته وړاندی کړم.

 

نن سبا دا د لمر په شان روښانه حقیقت دی چی د نړی په هغو ټولو هیوادونو کی چی خلک يي د پرمختګ، خوشحالی او هوسایی لوړو پوړونو ته رسیدلی دی، د نورو وسیلو  په خواکی دی،د مشترکی او غښتلي ملی ژبی موجودیت دی.

 

 په اروپا کی زه پخپله له کلونو را هیسی ددی خبری شاهد یم چی د اروپا د ډیرو هیوادو وګړی کوم چی پولو ته نژدی ژوند کوی په ورځنی ژوند او د سوداګری په مهال د خپلو ګاوڼډیو ملکونو له خلکو سره د یو بل په ژبه ګړیږی، خو کله چی د ملت د افتخار او یا هم رسمیات رامنځ ته شی نو بیا هریو یواځی او یواځی په خپله ملی ژبه  ګړیږی (مقصد می دلته په اروپا کی دی) دا نه یواځی په  لویو، غښتلیو او پرمختلیلو هیوادونو لکه فرانسه، ایتالیا، جرمنی او انګریزانو د وګړو په وینه کی ګډ شوی خویی اواصل دی، بلکه د ډیر وړو هیوادونو لکه دنمارک، چکای، رومانیا، هنګری، ترکیه، او د داسی نورو هیوادنو وګړی هم ددی مسالی له ارزښت نه په پوره توګه خبر دی او په ډیره پاملرنه او مینه ددی مهمی خبری دا لا پرمختګ لپاره فلحال او دهغی د خوندی ساتلو په تمه د راتلونکی نسل لپاره، په همیشنی او په ډیر زورداره توګه خپل کوښښ ته دوام ورکوی.

 

د ټولو هیوادو خلک کوښښ کوی چی نه یواځی خپلو بچیانو ته د ملی ژبی د پوره او هراړخیزه زده کړی امکانات برابر کړی بلکه کوښښ کوی چی خپله ژبه د نورو هیوادو وګړو ته ورزده کړی. ځکه  دا دی دوی سره مرسته کوی چی له یوی خوا د خپل ملک کلتور او تاریخ د دنیا و نورو ملتونو ته وروپیژنی او له بلی خوا د خپلو تخنیکی، خوراکی، مالداری او د نورو سوداګری مالونو لپاره د خرڅلاو بازارونه ومومی. او له دی لاری خپل اقتصادی جوړښت پیاوړی او د ملت د وګړو ژوند تر پخوا نور هم سمبال او هوسا کړی.

 

خو یوی ډیری مهمی او حیاتی موضوع ته باید تل په ډیره دقیقه توګه پاملرنه ولرو او هغه دا چی: له دوه لسیزو را په دی خوا یعنی د کمپیوتر له را پیدا کیدو او د هغه،  په عملی توګه د انسانانو په ژوند د ګډیدو او د پوره کنټرول له وجهی نشو کولای چی مونږ خپل ځان او خپل ملت د دی  تخنیکی معجزی له ګټو او مثبتو اغیزو نه لیری او جلا وساتو. نن سبا د نړی په ټولو پرمختللو هیوادو کی خلکو د خپل ژوند په ټولو برخو کی لکه روغتیا، زده کړی، سوداګری، هوایی او ځمکني ټرانسپورت او د ټولینیز ژوند په نورو ټولو برخو او اړخونو کی انټرڼیټ او کمپیوټرځای پر ځای کړی او تری په ډیره پراخه پیمانه ګته اخلی. په ډیرو دغو ملکونو کی د کمپیوټر او انټرڼیټ نه سوا ژوند کول ډیر ګران او په ډیرو پرخو کی لامهال دی.

 

که څه هم سړی کولای شی دی کمپیوټر او انټرڼیټ او د هغو د اغیزو او اثراتو په هکله  اوږدی مقالی او کتابونه  ولیکی. خو زه غواړم چی په لنډه توګه، لکه څرنګه چی واي «هوښیارانو له یو ټکی بس دی» مطلب ته ورسیږو. نو زه دلته ددغو او نورو بربڼډو حقایقو په رڼا کی خپله رایه څرګندوم: مونږ ته ښایی چی د خپل هیواد د پرمختیا په تکل، دی خپلی خوږی او  ګرانی پښتو ژبی د پرمختیا او پراختیا په خواکی د نړی د ډیرځغلانده کاروان سره ځان ملګری کړو او ډیر زیات کوښښ وکړو چی د خپلی ټولنی وګړي د پوهی په نه پسیدونکی او ډیری غښتلی وسله سمبال کړو. زما مقصد دادی چی که وکړای شو نو اول خپل ځان (که په واګ کی مو وی) او که نه نو خپل بچیان او راتلونکی نسل خو هرومرو د پښتو ژبی په خوا کی په انګریزی ژبی پوه او ملا کړو. دا ځکه چی د خپلی ژبی دی نه پوهیدو (یواځی په مورنی ژبه ګړیدل په هیڅ وجه بس نه ده)  په صورت کی د بلی ژبی زده کړه لا څه چی نوور ډیرو واړو او آسانو خو د ژوند لپاره د ډیرو مهمو او په زړه پوری مهارتونو او تخنیکونو څخه بی برخی او بی نصیبه پاتی کیږو.

 

نو راځی چی د هوښیارو او په خپل هیواد او ټاټوبی مینو پښتانو په توګه خپله مورنی او ملی پشتو ژبه  او د خپل ملت د سوکالی اوبسیاکیدو په تکل انګریزی ژبه د بهرنی  ژبی او یا هم د کار د یو افزار په توګه زده او خپله کړو.

دی مونږ او تاسی بریالی لری، آمین .  پاک الله

 

ددی  پاڼی پیل ته

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په آلمان کی د میشتو افغانانو د اوسیدلو اویا  بیرته ستنولو په هکله معلومات

 

 

په افغانستان کی د امريکا دپوځی یرغل او د طالبانو د نسکوریدو نه  وروسته په آلمان  کی میشته افغانان، نویو ستونزو سره مخامخ شوی.

 

د آلمان دولت وایی چی اوس په افغانستان کی د ژوند په  شرايطوکی بدلون راغلی  نو بایده ده  چی افغانان بیرته  خپل هیواد ته  ستانه شی.

 

د آلمان د کورنیو چارو د وزارت د یو رپوټ په حواله د ۲۰۰۵ کال په اوږدو کی   ۵۷۹۳۳  تنه افغانان په آلمان کی  میشته وه چی له دی ډلی نه ۷۴۷۶ کسه په آلمان  کی زیږیدلی دی.  په دغه یاد شوی شمیرنه کی هغه ۴۰۷۷ کسانو چی د آلمان تابیعت  ئی  ترلاسه کړی شامل  نه دی.

د آلمان د دولت په یوه پریکړه کی چی د ۲۰۰۵ کال د جنوری په میاشت کی خپره شوی  د افغانانو  د بیرته نه  ستندیو  په هکله  په لاندی توګه  لیکل شوی:
هغه کسان چی عمر یی له ۶۵ کالو څخه پورته وی او د هغوی د ژوند اړتیاوی د آلمان ددولت   له خوا ورنکړل شی  او یا هغه کسان چی له ۶ کالو څخه یی زیات وخت  په آلمان کی تیر کړی وی  او ۲ کاله یی کار  کړی وی، کولای شی  په آلمان کی پاتی شی.

 

هغو کسانو چی په آلمان کی لاس په جرم وهلی وی او یا هم هغه کسان چی مجرد دی  او د  ژوند اړتیاوی ئی  د آلمان د دولت  له خوا نه ورکل کیږی  د آلمان نه د وتلو په  لومړی لیکه کی ولاړ دی.

 

ددی  پاڼی پیل ته

 

[Home] [Pakhto Matalona] [Disclaimer] [Nationalhymne]

 © N. Niazi 2003 - 2011